د کرونا ویروس د مخنیوي ګولۍ به بې وزلو هېوادونو ته په ارزانه بیه ورکړل شي

د درمل جوړولو امریکايي کمپنۍ فایزر

د درمل جوړولو سترې امریکايي کمپنۍ فایزر د ملګرو ملتونو له یوې ادارې سره موافقه وکړه چې پر اساس به یې د دغه شرکت له لوري د کرونا ویروس د مخنیوي ګولۍ بې وزلو هېوادونو ته په ارزانه بیه ورکول کېږي.

فایزر پرون سې شنبه (د لړم ۲۵مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل، د 'اېم.پي.پي' په نوم ادارې ته به جواز ورکړي چې د ملګرو ملتونو لپاره د کرونا ویروس ضد درمل جوړ کړي.

له دې موافقې سره-سم، فایزر به له دې ادارې د جنریک یا ارزان تولید په خاطر د پیسو غوښتنه ونه کړي، څو د کرونا درملنه ارزانه تمامه شي.

فایزر وايي، د دې موافقې پر اساس به د کرونا ضد درمل په سلو کې ۹۵ د ټیټ عاید او متوسط عاید لرونکو هېوادونو ته د کرونا ضد درمل مهیا کړي چې د نړۍ نیمايي نفوس په کې اوسي.

د روانې میاشتې په پیل کې فایزر ویلي و، څېړنې ښيي چې دې خوړل کېدونکي درمل یا ګولیو د کووېډ-۱۹ له کبله په روغتون کې د بسترېدو یا مړینو شمېر په سلو کې ۸۹ کم کړی دی.

فایزر پرون دا هم وویل، د امریکا د خوړو او درملو له ادارې یې وغوښتل چې دې ګولیو ته اجازه ورکړي.

په امریکا کې هر درمل باید د خوړو او درملو د ادارې له لوري تایید شي.

دا ګولۍ د هغو هېوادونو لپاره چې بې وزله دي، ډېرې مهمې دي ځکه چې ارزانه تمامیږي او په اسانه یې خلکو ته رسولی شي.

فایزر تردې مخکې د جرمني له بایواین ټیک کمپنۍ سره په ګډه د کووېډ-۱۹ پرضد واکسین جوړ کړي وو چې په ډېرو هېوادونو کې ورڅخه کار اخیستل کېږي او ډېر اغېزمن دي.