طالبانو د سینماپامیر په یوه دکان کې د اور لګېدنې علت معلوم کړ

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د طالبانو د حکومت یو مرستیال ویاند وايي، د سینماپامیر په یوه دکان کې د پرونۍ اورلګېدنې علت د برېښنا شارټي وه.

احمد الله وثیق پرون په ټویټر کې لیکلي چې تر پېښې وروسته د اور وژنې عمله سیمې ته ورسېده او اور کابو شوی دی.

بل خوا د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، په دې پېښه کې څلور دکانونه سوځېدلي دي.

په دې اورلګېدنه کې د دقیق ځاني او مالي زیان په اړه سم د لاسه راپور نه دی ورکړل شوی.