د بامیان چارواکي: په مرکز کې د یوې ځوانې ښځې مړی موندل شوی

د بامیان مرکز

د بامیان ولایت چارواکو تایید کړه چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ځوانې ښځې مړی موندل شوی دی.

د بامیان د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو امر، خواني رسا، پرون سې شنبه (د لړم ۲۵مه) رسنیو ته وویل، دغه مړی په تپه جلال سیمه کې موندل شوی دی.

د بامیان ولایت چارواکي وايي، د دې پېښې د انګېزې او څرنګوالي په اړه نور جزییات نه لري.

تردې مخکې په پکتیا، غور او بلخ ولایتونو کې هم په مرموز ډول د ځینو ښځو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.