د ناروې د کډوالۍ شورا: ناټو دې د بې وزلو افغانانو لاسنیوی له یاده نه باسي

ارشیف، ځینې بې وزله افغان ماشومان

د ناروې د کډوالۍ شورا سرمنشي وايي، که څه هم طالبان د ښې حکومتوالۍ دنده پر غاړه لري، خو د ناټو غړي هېوادونه هم باید دا خبره هېره نه کړي چې په میلیونونو افغانان یې یوازې پرېښي دي.

ین ایګیلنډ (Jan Egeland) دا خبره په هغه ویډیويي پیغام کې وکړه چې پرون سې شنبه (د لړم ۲۵مه) د ډیموکراسي نَو (Democracy Now) خبري شبکې پر خپله ټویټر پاڼه خپور کړی: "طالبان د ښې حکومتوالۍ لوی مسوولیت لري، ځکه دوی پر افغانستان ولکه ټینګه کړې ده. خو زه په صادقانه ډول په دې باور یم چې د ناټو غړي هېوادونه باید دا هېر نه کړي چې دوی ۴۰ میلیونه وګړي تر شا پرېښودل."

د ناروې د کډوالۍ شورا سرمنشي، ین ایګیلنډ چې په سېپټمبر میاشت کې یې افغانستان ته سفر کړی و، په خپلو تازو څرګندونو کې ویلي، هره ورځ له افغانستان له ۴۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ پورې افغانان یوازې ایران ته روان دي او ایران هم نه شي کولی چې په میلیونونو پناه غوښتونکو ته له بهرنۍ مرستې پرته پناه ورکړي.

د دې تر څنګ د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې ۲۳ میلیونه خلک له لوږې سره مخامخ دي او دغه سازمان دوی ته د خوړو برابرولو لپاره کافي بودجه نه لري.

د خوړو نړیوال پروګرام اجرائیه مشر ډېوېډ باسلې (David Beasley) په یوه ویډیويي پیغام کې چې دغه سازمان پرون پر خپله ټویټرپاڼه خپور کړی، د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو او شتمنو اشخاصو غوښتنه وکړه چې په افغانستان او نورو هېوادونو کې له اړو کسانو سره مرستې ته ودانګي.

نوموړی وايي: "نړیواله ټولنه دې رامخکې شي. د نړۍ لوی هېوادونه دې رامخکې شي. د نړۍ میلیارډران چې تېر کال یې د کرونا وبا پر مهال په میلیارډونه ډالره ګټلي باید رامخکې شي. دا مهال په نړۍ کې له یوه غیرمترقبه بحران سره مخامخ یو. د خوړو نړیوال پروګرام ته مه وایاست چې کوم ماشوم دې په نس موړ شي، کوم یو دې نه شي، یا کوم ماشوم دې ژوندی پاتې شي، کوم یو نه. یو ماشوم هم باید ونه مري."

د ارزګان د دهراوت ولسوالۍ اوسېدونکی محمد نعیم د بې وزلۍ له کبله مرکز ترینکوټ ته کډه شوی چې وايي، د خپلې کورنۍ د نفقې برابرولو ته حیران دی.

دی وايي: "څه وکړم، غلا وکړم؟ که غلا وکړم دوی پړی په غاړه کې رااچوي وايي غل دی! که غلا نه کوم، په دغو عیالونو څه وکړم؟ ټول وږي او تږي دي، دلته له مجبورۍ راغلي یو."

نړیوالو ادارو اټکل کړی چې د بې وزلۍ او لوږې د پراخېدو له کبله ښايي راروان ژمی د افغانانو لپاره ډېر سخت وي.

د روغتیا نړیوال سازمان تېره اوونۍ ویلي و چې اټکل کېږي د روان میلادي کاله تر پایه چې څه باندې یوه میاشت ورته پاتې ده، په افغانستان کې درې میلیونه او دوه لکه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ شي.

د دې ادارې د اټکل له مخې، له دې جملې به د یو میلیون ماشومانو ژوند د مرګ له ګواښ سره مخامخ شي.

طالبانو ویلي چې له بېلابېلو هېوادونو سره خبرې او موافقې شوي چې د ځینو هېوادونو بشري مرستې افغانستان ته رسېدلي او د روسیې په ګډون د ځینو نورو هغو پر لار دي.