د کابل ښار د منډوي په بازار کې اور لګېدلی

ارشیف، د اطفائیې کارکوونکي د اور وژنې پر مهال

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت تأییدوي چې د کابل ښار د لومړۍ حوزې اړوند د منډویو په بازار کې اور لګېدنه شوې ده.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي ازادي راډیو ته وویل چې په اور لګېدنه کې څلور دکانونه سوځېدلي دي.

د خوستي په وینا، د اور وژنې ډلې سیمې ته رسېدلي او اور یې کابو کړی دی.

ښاغلي خوستي د اور لګېدنې له امله د اوښتو زیانونو په اړه جزئیات ورنه‌کړل او ویې‌ویل چې په اړه‌یې پلټنې روانې دي.

د کابل منډوي د افغانستان په کچه د سوداګریزو او خوراکي توکو تر ټولو لوی بازار دی.