د پولنډ او بلاروس په پوله ګڼ کډوال له پولنډي ځواکونو سره ونښتل

د بلاروس او پولنډ پر پوله د کډوالو نښته

هغه کډوال چې په بلاروس کې بند پاتې دي، د پولنډ او بلاروس په پوله له پولنډي ځواکونو سره ونښتل.

پر دغو کډوالو پولنډي ځواکونو، اوبه وشیندلې او له اوښکې بهوونکي ګاز او اورشیندونکو بمونو څخه کار واخیست چې دوی یې هم پر لوري ډبرې وویشتې.

د پولنډ دفاع وزارت نن په یوه ټویټ کې ولیکل چې کډوالو د ډبرو په ‌ذریعه پر افسرانو او سرتېرو حملې وکړې او هڅه‌یې وکړه چې موانع ویجاړې کړي او پولنډ ته ننوځي.

د سي اېن اېن خبري شبکې له‌خوا په ژوندۍ بڼه تصویرونو کې ښکاري چې پولنډي ځواکونه له پولې سره پر راټولو شویو لسګونو کډوالو اوبه شیندې او له اور شیندونکو بمونو کار اخلي.

د اروپایي ټولنې په ختځه پوله کې وضعیت په دې وروستیو کې کړکېچن دی.

له پولنډ، لاتویا او لیتوانیا سره د بلاروس د پولې په اوږدو کې په کمپونو کې په زرګونو کسانو اړولي چې ډېری یې د منځني ختیځ دي.

دغه کډوال چې هڅې کوې له غیر قانوني لارې اروپایي ټولنې ته ننوتي په بد وضعیت کې دي.