‏د افغانستان بانک د افغانيو د ثبات ساتلو لپاره۱۰ میلیونه ډالره لیلاموي

د افغانستان بانک ته د طالبانو له خوا ورسپارل شوي ډالر

‏د افغانستان بانک نن د افغانيو د ثبات ساتلو په موخه لس میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان بانک له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه اقدام د افغانيو د ارزښت د لوړولو په هدف ترسره کېږي.

د افغانستان بانک په داسې حال کې دا اقدام کوي چې تېره ورځ د کابل په شهزاده سرای کې یو امریکايي ډالر په ۹۳ افغانیو پلورل کېده.

د‌ راپورونو له مخې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ټېټېدو سره بازارونو کې د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوي دي.