وېسټ او کابلوف د افغانستان په اړه د واشنګټن او مسکو پر دریځونو وغږېدل

افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا او روسیې ځانګړو استازو پرون دوشنبه (د لړم ۲۴مه) په مسکو کې د افغانستان په اړه د واشنګټن او مسکو پر دریځونو خبرې وکړې.

د افغانستان لپاره د ولسمشر ولادیمیر پوتین استازي ضمیر کابلوف د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس وېسټ سره له کتنې وروسته ریانووسټي خبري اژانس ته وویل، په مسکو کې یې له توماس وېسټ سره د افغانستان د ټولو مسالو د حل په اړه خبرې کړي دي.

کابلوف په عین حال کې وویل، که څه هم طالبان هڅه کوي چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي خو د هغوی هڅې ډېرې پڅې دي.