د افغانستان بانک لس میلیونه ډالره داوطلبي ته وړاندې کوي

د افغانستان بانک

د افغانستان مرکزي بانک وایي، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د پیاوړي کېدو لپاره به نن سې شنبه(د لړم ۲۵مه) لس میلیونه ډالره د بانکونو او صرافانو له لارې داوطلبي ته وړاندې کړي.

دا خبره دې بانک پرون په یوه خبرپاڼه کې کړې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په دې وروستیو ورځو کې د افغانۍ ارزښت د امریکایي ډالرو پر وړاندې ډېر را لویدلی.

د کابل په شهزاده سرای کې یو ډالر د نژدې ۹۴ افغانیو پر وړاندې تبادله کېږي.

د افغانستان بانک له بانکونو او صرافانو غوښتي چې دغه داوطلبي کې ګډون وکړي او ویلي یې چې ټول وړاندیزونه به د ورځې تر پایه وڅېړل شي.

دې بانک دغه راز ډاډ ورکړی چې د افغانستان بانکي سیسټم به ډېر ژر بېرته عادي حالت ته وګرځي او افغانۍ به خپل ثبات وساتي.

له کله چې په اګسټ میاشت کې نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووتل او طالبان پر ټول افغانستان واکمن شول، دا هېواد له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی.

د افغانستان د مرکزي بانک شااوخوا نهه میلیارډه ډالره شتمني د امریکا په بانکونو کې کنګل شوې چې دې کار د افغانستان پر بانکي سیسټم سخت فشار راوستی دی.