اروپايي ټولنه: پر بېلاروس مو د پنځم ځل بندیزونو په لګولو سلا کړې

د اروپایي ټولنې جګپوړی ډپلوماټ جوزېف بورېل

وروسته له هغې چې پولنډ خبرداری ورکړ، پر پولو به یې د پخواني شوروي اتحاد له جمهوریتونو ډېر کډوال ورمات شي، اروپایي ټولنې اعلان وکړ چې په راتلونکو ورځو کې به پر بېلاروس د نوېو بندیزونو د لګولو اعلان وکړي.

د اروپایي ټولنې جګپوړي ډپلوماټ جوزېف بورېل پرون دوشنبه(د لړم ۲۴مه) په بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې د دې ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو پر بېلاروس د پنځم ځل بندیزونو په لګولو سلا کړې او دا چاره به په راتلونکو ورځو کې نهایي شي.

هغه زیاته کړه، نوي بندیزونه به په ځانګړي توګه په ډېرو مهمو افرادو او ادارو ولګول شي.

په نوېو بندیزونو کې به هغه هوایي شرکتونه، مسافرتي ادارې او افراد چې له پولنډ، لیتوانیا او لاتویا سره د بېلاروس د پولو په لانجه کې ښکېل دي، په نښه شي.

اروپایي ټولنه د الکساندر لوکاشینکا په مشرۍ رژیم تورنوي چې د کډوالو له بحرانه پر دې ټولنې د فشار د یوې سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي.

د بېلاروس حکومت دغه تورونه رد کړي دي.