یو شمېر کابل ښاریان: طالبانو د ژمنې خلاف ښار کې نوي سمنټي دېوالونه ايښي

ارشیف، د سمنټي دېوالونو د لیرې کولو بهیر

کلونه کېږي چې د افغانستان پلازمېنې کابل ښار له یو شمېر سیمو سمنټي دېوالونه راتاو شوي، سربېره پر دې چې دې دېوالونو د ښار ښکلا راکمه کړې، ښار ته‌یې یو ډول نظامي څېره هم ورکړې ده.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي شکایت لري چې طالبانو د خپل حکومت په پیل کې ژمنه کړې وه چې یاد دېوالونه به له ښاره لیرې کوي، خو د دوی په خبره طالبانو پر خپلې دې ژمنې عمل نه‌دی کړی.

د کابل د کارتې نو سیمې یو اوسېدونکی چې نه‌غواړي نوم‌یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، طالبانو د دوی په سیمه کې تازه دېوالونه ځای پر ځای کړي دي.

دی زیاتوي: "اوس‌مهال وضعیت ډېر خراب دی، چاودنې کېږي او خلک وژل کېږي، له همدې امله دوی مجبوره شول چې دېوالونه بېرته په خپل ځای کېږدي او لارې وتړي. دوی زموږ په سیمه کې تازه دېوالونه ایښي او دوه کوڅې یې بندې کړې دي. د دوی دې کار خلکو ته ډېرې ستونزې پیدا کړي."

د کابل د خواجه بغرا سیمې اوسېدونکي ۲۷ کلن زبیر ازادي راډیو ته وویل، د هرې ورځې په تېرېدو سره په کابل ښار کې د دا شان دېوالونو شمېر ډېرېږي.

کابل ښار کې پر یوه سمنټي دېوال د طالبانو حکومت نښان

زبیر وايي: "د دغو تیګو شمېر راکم نه‌شو، بلکې د پخواني حکومت په څېر له ځینو مهمو وزارتونو او دولتي ادارو همدا سمنټي دېوالونه راتاو شوي دي. خلکو د طالبانو له حکومت څخه دا تمه درلوده چې دا تیګې به لیرې کړي او سړکونه به د خلکو پر مخ پرانیزي او په کړو ژمنو به عمل کوي، خو داسې کوم کار ونه‌شو."

خو د طالبانو حکومت د ښاروالۍ مسوولین په ښار کې د دېوالونو د شمېر د ډېرېدو خبره ردوي او وایي، که څه هم چې دا کار وخت نیسي، خو د کابل ښار په ډېری سیمو کې چېرته چې خلک اوسېږي، سمنټی دېوالونه‌یې لیرې کړي.

د کابل ښاروالۍ مرستیال حمدالله نعماني ازادي راډیو ته وویل: "هغه سیمې چې د کابل ښاروالۍ اړوند دي، موږ هلته نوي دېوالونه نه‌دي ایښي، بلکې ښار مو تقریباً پاک کړی. هغه دېوالونه چې د وزارتونو، امنیتي ادارو، سفارتونو او نړیوالو استازولیو ګرد چاپېره ایښودل شوي وو، موږ یې په اړه کورنیو، دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو ته پلان استولی، خو مثبت ځواب مو نه‌دی ترلاسه کړی. که چېرې مو مثبت ځواب ترلاسه کړ، موږ به دا دېوالونه هم لیرې کړو."

کابل ښار کې سمنټي دېوالونه

ښاغلي نعمانی زیاته کړه، هغه دېوالونه چې دوی د ښار له ځینو سیمو راټول کړي، له هغې به د هغو ښوونځیو په تعمیرونو کې استفاده وکړي چې چاردېوالي نه‌لري.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد هم د ښار په ځینو سیمو، په ځانګړي ډول کارتې نو کې د نویو سمنټي دېوالونو ایښودل ردوي.

ښاغلي مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د تنظیم شوي پروګرام له مخې، سمنټي دېوالونه به د وزارتونو او سفارتونو له شااوخوا راټول شي.

ښاغلی مجاهد وايي: "سمنټي دېوالونه مو له هغو سیمو چې غیر ضروري وو، راټول کړل، له ځینو امنیتي سیمو او سفارتونو مو ځکه نه‌دي راټول کړي چې تر اوسه وضعیت د باور وړ نه‌دی. کله چې وضعیت د باور وړ شو، له دې سیمو به هم لیرې کړل شي او نوي دېوالونه نه‌دي ایښودل شوي او موږ یې شاهدان نه‌یو. ټول دېوالونه پخواني دي."

د کابل ښاروالۍ کارکوونکي د یو شمېر سمنټي دېوالونو د لیرې کولو پر مهال

پخواني حکومت د بېلابېلو امنیتي دلایلو او لکه له ځانمرګو بریدونو څخه د مخنیوي لپاره د ښار په ځینو برخو او دولتي ادارو چار چاپېر سمنټي دېوالونه ځای پر ځای کړي وو. په دې کار د کابل ښار ښکلا کمه او د لارو د تړل کېدو له امله په ښار کې ګڼه ګوڼه جوړه شوې وه چې خلکو به تل ترېنه شکایت کاوه او دا دی د دې شکایتونو لړۍ روانه ده.