ارزګان کې یو شمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ د مرستو له ناعادلانه وېش شکایت کوي

په ارزګان کې د یوې بې‌ځایه شوې کورنۍ غړي

ارزګان کې له جګړې یو شمېر بې‌ځایه شوې او بې‌وزله کورنۍ وایي، د مرستو په وېش کې ورسره د مور میرې چلند کېږي.

۴۵ کلنه شاه‌ګل چې د کورنۍ د ۱۳ غړو سرپرستي ورله غاړې ده او جګړو له چارچینو ترینکوټ ته کډه کړې وایي، تر اوسه‌یې د مرستو مخ نه‌دی لیدلی.

هغې چې په تېرو جګړو کې په درېیو زامنو بوره شوې، د ازادي راډیو خبریال ته د زړه غوټې خلاصې کړي.

دې وویل: "خپلو کونډو او یتیمانو ته‌یې ورکوي، معیوبه زوی مې دی په کور کې، هغه دی وبه‌یې وینې، دی د غوښې په ارمان دی، له لوږې څخه‌یې پلمیټ خوړل، دی صرف پسې ګوري، مرستې خپلوانو ته ورکوي، که ناره‌یې اورېدله، نو زما به‌یې اورېدله، دا درېیمه میاشت ده چې طالبان راغلي."

په ارزګان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ مشر محمد اصف د خلکو دا ستونزې تأیید یا رد نه‌کړې، خو ویې‌ویل دوی باید د هغو کسانو پر ضد ودرېږي چې حقونه‌یې خوري.