پولنډ: پناه غوښتونکي به له بلاروسه په زوره د راننوتلو هڅه وکړي

د بلاروس-پولنډ پوله

د پولنډ چارواکي وايي، دوی اټکل کوي چې پناه غوښتونکي به له بلاروس سره پر پوله دغه هېواد ته په زوره، د ننوتلو لپاره پراخه هڅه وکړي.

تر دې یوه ورځ مخکې ۲۰۰ پناه غوښتونکو هڅه وکړه چې د اروپايي ټولنې غړي هېواد پولنډ ته ننوځي.

په زرګونو کسان چې ډېری یې د منځني ختیځ وګړي دي، په سختو شرایطو کې د بلاروس د قلمرو په سرحدي سیمه کې دېره دي او پولنډ ته‌یې د اوښتو مخه نیول شوې ده.

د پناه غوښتونې بحران د بلاروس د زورواکي الکساندر لوکاشینکا او اروپايي ټولنې ترمنځ په یوه ډیپلوماتیک کړکېچ بدل شوی دی.

بلاروس ته خبرداری ورکړل شوی چې د دې بحران له کبله ښايي له بندیزونو سره مخامخ شي.