په کابل کې د شنبې ورځې بمي چاودنې مسؤلیت داعش ډلې په غاړه واخیست

کابل کې یو شمېر طالبان

داعش یا اسلامي دولت ډلې په کابل کې د وړمې ورځې د برید مسؤلیت ومانه.

روېټرز خبري اژانس بېګا ناوخته راپور ورکړ چې داعش ډلې په خپل تلګرام کې د کابل په یوه شیعه مېشته سیمه کې د شنبې ورځې بمي چاودنې مسؤلیت ومانه.

شنبه ناوخته د کابل په دشت برچي سیمه کې په یوه موټر کې چاودنه وشوه او وروسته‌یې اور واخیست.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي و چې په پېښه کې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

طالبانو که څه هم ادعا کړې چې داعش ډله د دوی په وړاندې د درېدو توان نه‌لري، خو داعش په دې وروستیو کې ګڼ خونړي بریدونه کړي.