د سوډان امنیتي ځواکونو پلازمېنه خرطوم کې د الجزیره ټلوېزیوني شبکې مشر نیولی

په سوډان کې لاریون

په قطر کې دېره الجزیره ټلوېزیوني شبکه وايي، د سوډان امنیتي ځواکونو په پلازمېنه خرطوم کې د دوی د دفتر د مشر پر کور چاپه اچولې او نیولی یې دی.

الجزیره ټلوېزیون نن د سوډان لپاره د خپل دفتر د مشر المسلمي الکباشي په باب نور جزئیات ورنه‌کړل.

دا راپور داسې مهال ورکول کېږي چې د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د خلکو پر یوه لویه ډله د ډزو او اوښلن ګازو د کارونې له کبله پنځه کسان ووژل شول.

په خرطوم او نورو ښارونو کې اعتراض کوونکو د پوځي کودتا په اړه خپل اعتراض څرګند کړ.

د سوډان په زرګونو وګړو د صدراعظم عبدالله حمدوک د کابینې د پرځول کېدو پر خلاف لاریونونه وکړل.

د اکټوبر د ۲۵مې نېټې پوځي کودتا د دې سبب شوه چې لوېدیځ د سوډان لپاره د سلګونو ملیونو ډالرو په ارزښت بشري مرستې کنګل کړي.

سوډان کې له امنیتي ځواکونو سره په شخړو کې تر ۱۰ زیات معترضان مړه او نږدې ۲۰۰ نور ټپیان شوي دي.