پر تایوان د چین د ډیپلوماتیک او اقتصادي فشار په اړه د امریکا  اندېښنه

د امريکا او چين بيرغونه

د امریکا متحده ایالاتو پر تایوان د چین د ډیپلوماتیک او اقتصادي فشار د دوام په اړه اندېښنه ښودلې.

واشنګټن دا اندېښنه د امریکا او چین د ولسمشرانو تر مجازي جلسې مخکې څرګنده کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د نومبر په ۱۲مه په دې تړاو له خپل چینايي سیال وانګ یي سره خبرې کړي او پر تایوان‌یې د فشارونو د دوام اندېښنه ورته څرګنده کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس دا خبره پرون په یوه خبرپاڼه کې کړې ده.

د نوموړي په خبره، بلېنکن له خپل چینایي سیال سره د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو د مجازي غونډې پر چمتووالي هم خبرې کړي او دا غونډه‌یې د چین او امریکا د سیالۍ د مسؤلانه مدیریت لپاره ښه فرصت یاد کړی دی.

ټاکل شوې جو بایډن او شي جين پېنګ د نومبر په ۱۵مه له ليرې واټنه خبرې اترې وکړي.