پولټیکو: طالبان خپلو منځو کې جوړ نه دي، دې لانجو کې دي چې چاته کومه څوکۍ ورکړي

کابل ښار کې طالب وسله وال

  • پولټیکو خپرونه

پولټیکو خپرونې په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې چې طالبان زیانمنونکي دي. لیکوال په سر کې یادونه کړې چې لویدیځ که د جګړې په ډګر کې ونه ګټله، دم ګړۍ د هغه دښمن د ماتولو ښه موقع په لاس ورغلې چې له بې ثباتۍ او ګډوډۍ سره مخ دی.

د لیکوال اشاره د افغانستان روان نامعلوم وضعیت او ورځ تر بلې زیاتیدونکي بشري او اقتصادي ناورین ته دی چې افغانستان ورسره لاس او ګرېوان دی.

په مقاله کې راغلي د نغدو پيسو نشتوالي، په حکومتوالۍ باندې نه پوهاوی، په سرحدونو کې د تازه مېوې ډکې لارۍ چې د خوسا کېدو له خطر سره مخې دي او د عامو خلکو بده اقتصادي وضعه هغه ټول عوامل دي چې د طالبانو رژيم یې د بې ثباتۍ او ماتېدو له خطر سره مخ کړی.

لیکوال زیاته کړې چې طالبان خپلو منځو کې هم سره نه دي جوړ او په دې لانجو کې دي چې چاته کومه څوکۍ ورکړي.

پولټيکو خپرونې په دې مقالې سره وړاندیز کړی چې لویدیځ هېوادونه په تېره امریکا او اروپا دې طالبانو ته اجازه ورنه کړي چې خلک یرغمل ونیسي او د خپلې خوښې وړ حکومت پرې وزغمي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي بیا اسلام اباد کې یوې غونډې ته ویلي چې که نړیوال بیا هم د فشار له لارو کار اخلي د ده په خبره کومې نتېجې ته نه رسېږي او له تېرو شلو کلونو کوم پند نه اخلي.

  • هفپوسټ

یوې بلې امریکایي خپرونې هفپوسټ (پخوانۍ هفنګټن پوسټ) د امریکا په پوځي اډو کې د بې برخلیکه لسګونه زره افغانانو په اړه مقاله خپره کړې ده.

مقاله کې راغلي له افغانستانه تر بیړنیو وتلو څو میاشتې وروسته لا هم یو شمېر خلک له کورنۍ لېرې او جلا د بې برخلیکۍ شپې او ورځې په کمپونو کې تېروي.

هفپوسټ د دغو افغانانو شمېر شااوخوا پنځوس زره تنه یاد کړی چې امریکا ته د ورتلو په هیله ناست دي او د ویزو او اقامې کارونه یې لا نه دي بشپړ شوي.

د امریکا متحده ایالاتونو او نړیوالو متحدانو یې د طالبانو په واکمنېدو سره له افغانستانه لسګونه زره افغانان او بهرنیان وایستل.

د رسمي شمېرو له مخې چې د تخلیې د عملیاتو له بشپړېدو وروسته اعلان شوې څه باندې ۱۲۴ زره افغانان، د درېیمو هېوادونو اتباع او امریکايي او ناټو پوځیان له افغانستانه وایستل شول.

افغانانو کې اکثر هغه وو چې له امریکایانو او نورو لویدیځو هېوادونو سره یې په افغانستان کې کار کړی وو. امریکا ویلي چې دا لسګونه زره افغانانو ته په خپله خاوره کې ځای ورکوي، خو لومړی به یې یوه درېیم هېواد یا اډو ته انتقالوي او له هغه ځایه به یې امریکا ته د ورتلو پروسیجر تر امنیتي او تخنیکي پروسو او پوښتنو وروسته بشپړوي.

د راپورونو له مخې امریکا کې دننه فورټ مککای اډه چې په یو وخت د دیارلسو زرو تازه ستنو شوېو افغانانو لپاره په کې د اوسېدو امکانات برابر شوي ګڼ افغان کډوال له ستونزو سره مخ دي.

هفپوسټ خپرونې له دې ډلې د ځينو خبرې راخیستي چې شکایت یې کړی د ژمې په رارسېدو دوی سره مناسب کالي او امکانات نشته او له بې برخلیکۍ کړېږي.

مرستندویه ټولنې او په امریکا کې د کډوالو مېشتوونکي سازمانونه وايي، د کارکوونکو له کمي سره مخ دي او حکومت هم د دوی په خبره د دومره لوی شمېر کډوالو د هستوګنولو لپاره کومه کارنده ستراتیژي نه ده ترتېب کړې.

تردې مخکې هم د امریکا په پوځي اډو کې د مېشتو افغان کډوالو له ډلې د خوړو او سمو امکاناتو له نشتوالي شکایتونه شوي دي.

تازه هغه افغانان چې په ابوظبۍ کې دي او غواړي امریکا ته لاړ شي هم شکایت کړی چې د دوی برخلیک دې معلوم شي.