په خوست کې د صنعتي پارک پر جوړولو بیا کار پیل شو

خوست کې د صنعتي پارک د پرانیستې مراسم

نن شنبه د نومبر په ۱۳مه د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د سموات په سیمه کې د دې ولایت د صنعتي پارک د جوړیدو کار چې له څو میاشتو ټکنۍ شوی وو، له سره پیل شو.

چارواکي وايي، په صنعتي پارک کې د تولیدي فابریکو او کارخونو په فعالیدو سره به د خصوصي سکټور د میلیونونو ډالرو د پانګونې تر څنګ ۲۵ زره کسانو ته د دایمي کار زمینه برابره شي.

د خوست صنعتي پارک چې په ۴۲۰ جریبه ځمکه کې جوړیږي، د بېلابېلو ټولنیزو ستونزو له کبله يې ودانیزې چارې له ۱۴ کالونو راهیسې د خنډ او ځنډ سره مخامخې دي.

په خوست کې تر اوسه ډېری صنعتي فابریکې د استوګنې په کورونو کې په تولیداتو بوختي دي، خو د دې ځای صنعت کاران او پانګه وال تمه څرګندوي چې طالبان به د صنعتي پارک په مخکې ستونزو او خنډونو جوړولو ته اجازه ورنه کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال سیاف د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، د صنعتي پارک په پرانیستې سره به د پانګوالو د فعالیت ساحه پراخه شي، ځکه دوی تر اوسه په رهایشي ساحه کې فعالیت لري او په رهایشي ساحه کې د پراخه فعالیت امکانات نشته.

په خوست کې د غیرالکولي مشروباتو د یوې فابریکې مسوول شیرمحمد عابد وايي، صنعتکارانو د ځمکې د قیمت او خدماتو یوه اندازه پیسې حکومت ته تحویل کړي، خو کار ورباندې نه دی پیل شوی: "نن د صنعتي پارک افتتاح ده، خلک راغلي دي، په دې پارک کې د سوډا کارخانې دي، د مشروباتو دي، د درملو دي، د رختونو دي، تقریباً ۲۰۴ شرکتونه دي، نو په همدې اندازه فابریکې به دلته فعالیت کوي، په دې ځای کې ۶۷ شرکتونه دي، ۵۱ يې تقریباً ۴۵ میلیونه افغانۍ پیسې تحویل دي، په تېر دولت کې دلته خنډونه وو، اوس چې امارت دی، زموږ غوښتنه دا ده چې جدي اقدام وکړي، ځکه دا خلک ۱۴ کاله وځوریدل، چې نور ونه ځوریږي."

په خوست کې، صنعتکاران، پانګوال، د شرکتونو، کارخانو او فابریکو مالکان وايي، د صنعتي پارک په فعالیدو سره په دې ولایت کې د بې کارۍ کچه راټیټه شي.

د انعام افغان شرکت مسوول نورالله وايي، که په دې صنعتي پارک کې تولیدي فعالیتونه پیل شي، نو تر ۲۵ زره کسانو لپاره به دایمي کارموندنه وشي.

دی وايي، نور پانګوال او شتمن کسان هم دې ته لېواله دي چې د صنعت په ډګر کې پانګونه وکړي او د خپل هېواد او خلکو په اقتصادي ځان بسیاینه کې ونډه ترسره کړي.

بل لوري ته په خوست کې طالب چارواکي پانګوالو ته ډاډ ورکوي چې د دوی د پانګونې لپاره به ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

خوست والي محمدنبي عمري، د صنعتي پارک د کار د پیلیدو په پار د جوړې شوې غونډې ګډونوالو ته په خبرو کې وویل، په اوسني وخت کې د هېواد د صنعتي کیدو لپاره هر ګام ځانته ارزښت لري.

نوموړي زیاته کړه، پانګوال باید د صنعتي فابریکو د جوړولو له لارې داخلي تولیداتو او خلکو لپاره د کارموندنې په برخه کې خپلې هڅې ونه سپموي.

یاده دې وي، اوسمهال د صنعتي پارک څخه دباندې په خوست کې شاوخوا ۲۳۰ کارخانې او فابریکې فعالیت لري چې په هغه کې تر دې وروستیو په مستقیم ډول ۸۷۰۰ کاریګر په کار بوخت وو، خو اوس يې د خامو موادو د کمښت او په بانکونو کې د کافي پیسو د نشتون له کبله تولیدات لږ شوي او د کاریګرو شمیر هم نیمايي ته راښکته شوی دی.