د کرکټ نړیوال جام؛ یکشنبه ماښام اسټرالیا او نیوزیلنډ سره پایلوبه کوي

د اسټرالیا او نیوزیلنډ د کرکټ دوه تنه لوبغاړي

دوه ټيمونه چې ډېر څه یې سره ورته دي د کرکټ د نړیوال جام په پایلوبه کې سره مخ دي.

د اسټرالیا او نیوزیلنډ تر منځ لوبه یکشنبه ماښام په دوبۍ کې ترسره کېږي.

اسټرالیا د روان نړیوال شل اووریز جام پایلوبې ته د رسېدو لپاره په اول ګروپ کې له انګلستان پرته نور ټول ټیمونه مات کړل او نیمه پایلوبه کې پاکستان سره مخ شو.

د شاهین شاه افریدي پر بال باندې د اسټرالیا د بریا شاټ مټېو وېډ وواهه.

همدا و چې اسټرالیا نولسم اوور کې د ۱۷۷ منډو هدف ترلاسه کړ او پایلوبې ته ووت.

اسټرالیا او نیوزیلنډ د ارام سمندر زړه کې پراته هېوادونه له کلتوري، ټولنیز او سیاسي پلوه سره ډېرې پياوړې اړیکې خو په سپورټ کې بیا سیالۍ پالي.

د اسټرالیا د کرکټ د ټیم روزونکی جسټن لانګر هم د لوبغاړو تر منځ د ملګرتیا یادونه کوي خو وایي چې اسټرالیا به هڅه وکړي نیوزیلنډ مات کړي: "لکه څنګه مو چې ټول ټورنمنټ کې وښوده همداسې ښه لوبه کوو، څو نیوزیلنډ مات کړو. د دواړو ټيمونو تر منځ یو بل ته ښه درناوی شته، لوبغاړي سره بلد دي. ملګرتیاوې لري که ای پي ایل دی یا نورو ځایونو کې ګډ لوبېدلي هم دي. بیا هم موږ دې لوبې ته ډېر په تمه یو."

اسټرالیا له پاکستانه نیمه پایلوبه وګټله

نیوزیلنډ بیا د نړیوال شل اووریز جام له دویمې ډلې چې افغانستان، پاکستان، هند، سکاټلند او نامیبیا په کې وو نیمه پایلوبې ته ووت. په نیمه پایلوبه کې یې خپل سیال انګلستان مات کړ.

د نیوزیلنډ د ملي ټيم غړی جیمي نیشم وایي، له دې چې اوړي کې یې اسټرالیا پر وړاندې ښې لوبې کړي هماغه تاثیر نه به دې فاینل کې هم کار واخلي: "که څه هم د اسټرالیا ټيم له هغه سره چې موږ اوړي کې ورسره لوبې وکړي اوس لږ متفاوته ښکاري خو لوبغاړي هماغه دي او موږ به احتمالاً د همغو لوبو د نتایجو له تاثیراتو ډاډمن و اوسو. مګر بیا هم دا شل اووره لوبه ده یو لوبغاړی هم لوبه درنه اړولی شي، نو موږ به خپل پوره کوښښ وکړو او څومره چې کېږي ازادانه لوبه وکړو."

اسټرالیا یو وار د ۲۰۱۰ میلادي کال د شل اووریزو لوبو فاینل ته وتلی و، خو د نیوزیلنډ لپاره دې مقام ته رسېدل مخینه نه درلوده.

خو په دواړو ټيمونو کې داسې لوبغاړي شته چې د نړۍ سترګې ورته دي.

د اسټرالیا ډېوېډ وارنر، مټیو وېډ، ارون فېنچ او مېچل سټارک او د نیوزیلنډ مارټین ګپټېل، ټرېنټ بولټ او کېن ویلمسن د نړۍ په کچه پېژندل شوي او تکړه لوبغاړي دي.

دواړه ټيمونه د شل اووریزو لوبو په ناک اوټ یعنې نیمه پایلوبو یا پایلوبو کې سره کله هم نه دي مخ شوي، خو په یو ورځنیو لوبو کې بیا ۲۰۱۵ میلادي کال د نړیوال جام وروستۍ لوبه چې اسټرالیا او نیوزیلنډ یې کوربه هم وو، د اسټرالیا په ګټه پای ته ورسېده.

خو په نړیوال شل اووریزو لوبو کې بیا د اسټرالیا او نیوزیلنډ تر منځ له وروستیو پنځو لوبو د نیوزیلنډ بریاوې زیاتې دي یعنې درې واره یې بری موندلی دی.