طالبان: د مخکني رژیم ځواکونو ته ځای نه ورکوو، ستر پوځ ته هم اړتیا نه لرو

ارشیف، د مخکني رژیم امنیتي سرتیري

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وایي، د مخکني رژیم د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو غړیو ته په خپلو لیکو کې ځای نه ورکوي او افغانستان نور ستر پوځ ته اړتیا نه لري.

امیرخان متقي پرون دا خبرې په اسلام اباد کې د ستراتیژیکو مطالعاتو په انسټیټیوټ کې وکړې.

متقي زیاته کړه چې وړوکی پوځ باید له داسې کسانو جوړ وي چې وفادار او هېواد پالنې ته ژمن وي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وايي وړوکی پوځ باید له وفادارو کسانو جوړ وي.

اوس د طالبانو د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، دوی یوازې په لوړه کچه د مخکني نظام مسلکي کادرونو ته اړتیا لري او د سرتېرو په توګه یې د دندې ګمارلو لپاره خپل وسله‌وال بسنه کوي.

مجاهد وايي: "د پخوانۍ اردو دوه ډوله عسکر وو. یو مسلکي خلک دي چې هغه له موږ سره شته. همدا اوس په هوايي ځواک کې زموږ انجینرانو ۳۳ الوتکې فعالې کړې او پیلوټانو مو والوځولې. د ملي اردو هغه کسان چې مسلکي وي، موږ ورته اړتیا لرو، هغوی به موږ سره وي. دویم هغه عسکر دي چې هره ورځ به جنګېدل، مسلکیان هم نه وو، ډېری یې په‌ نشه‌يي توکو روږدي وو، هغوی ته موږ اړتیا نه‌ لرو. له هغوی زموږ خپل مجاهدین ښه دي، لوی جنګ یې پر مخ یوړ، نیمه نړۍ یې ماته کړه، له دې ښه اردو بله چېرې پیدا کېدای شي."

ښاغلی مجاهد د ملي اردو د شمېر په اړه وايي، ستونزو او اړتیاوو ته په کتو به د نوي ملي اردو تعداد مشخص شي.

د افغانستان د ملي اردو په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې په ټولنیزو رسنیو او ترخوا یې د چارو د شنونکو له سخت غبرګون سره مخ شوی.

د افغانستان له مخکني پوځ سره ناټو او د امریکا متحد ایالاتونو د تجهیز او روزنې په برخو کې مرستې کولې او ویل کېدل چې د افغانستان د امنیتي دفاعي ځواکونو شمېر شااوخوا درې لکو ته رسېده.