'WHO': افغانستان کې زرګونه ماشومان د شري په ناروغۍ اخته شوي

افغانستان کې پر شري ناروغۍ اخته یو ماشوم

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'WHO' وايي چې افغانستان کې د شري د خپرېدو له کبله زرګونه ماشومان په دې ناروغۍ اخته شوي او په روان کال کې نژدې سل تنه ماشومان له دې کبله مړه شوي دي.

د 'WHO' ویاندې مارګریت هریس پرون جمعه له کابله د ویډیو کنفرانس له لارې په جنیوا کې خبریالانو ته وویل، د دې ناروغۍ خپراوی په ځانګړي ډول ځکه د اندېښنې وړ دی چې افغانستان د غذايي بې امنیتۍ او خوارځواکۍ له ستونزو سره لاس ګرېوان دی.

مېرمن هریس زیاته کړه، شری د هغو ماشومانو لپاره چې خوارځواکۍ ځپلي دي، د مرګ د حکم حیثیت لري.

د 'WHO' ویاندې په افغانستان کې د ناروغیو د څارنې او معایناتو برخه کې د سمدستي اجراآتو پر اړتیا ټینګار وکړ، خو هغې زیاته کړه چې که د ناروغیو د معلومولو لپاره څارنه وشي که ونه شي، شری په خپرېدو دی.

مېرمن هریس وویل چې سږکال په ماشومانو کې د شري موارد زیات شوي دي او هره ورځ یې هم موارد لیدل کېږي.

مېرمن هریس په خپلو پرونیو څرګندونو کې همدا راز وویل چې په افغانستان کې له یو میلیون زیات ماشومان ښايي د خوارځواکۍ له سختې بڼې سره مخامخ وي چې د مړینې احتمال یې هم شته.