د ننګرهار یوه جومات کې چاودنه؛ ګڼو نړیوالو ورځپاڼو پرې تبصرې کړي

ارشیف، یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د جمعې ورځې چاودنې او په کې خلکو ته د مرګ ژوبلې په رسېدو باندې یو شمېر لویدیځو ورځپاڼو مقالې خپرې کړي دي.

  • ډېلي مېل

د جمعې د لمانځه پر مهال د سپین غر په ترېلې سیمه کې جامع جومات د یوې بمي چاودنې هدف وګرځېد چې په کې لږ تر لږه د درېیو کسانو وژل کېدل او د ۱۵ نورو ژوبلېدل تایید شو.

د ډېلي مېل له خوا په خپره شوې مقاله کې راغلي، دا چاودنه په افغانستان کې د طالبانو د نوي رژیم په وړاندې د ګڼو موجوده ننګونو یوه بېلګه ده.

د داعش یا اسلامي دولت ډلې خطر چې طالبان یې کم لاس نیسي، خو د دې ډلې په هر برید کې ګڼې کورنۍ د ویر په ټغر کینول شوي.

په ننګرهار کې د دې چاودنې مسوولیت که څه هم د جمعې ورځې تر پایه چا ونه مانه، خو د ډېلې مېل په مقاله کې په ورته بریدونو کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې د وسله والو په لاس لرلو باندې تمرکز شوی.

په مقاله کې راغلي، سره له دې چې هم داعش او هم طالبان سختدریځي سُني اسلامپاله ډلې دي خو فکري اختلافونه سره پالي او د طالبانو په واکمنېدو سره داعش د ګڼو بریدونو مسوولیت منلی دی.

  • ګلوب اېنډ مېل

ګلوب اېنډ مېل ورځپاڼې هم په سپین غر کې د دې چاودنې په تړاو مقاله خپره کړې ده.

د ورځپاڼې په لیکنه تر چاودنې وروسته په خپرو شوېو عکسونو کې ښکاري چې جومات دننه ښېښې ماتې دي او هره خوا خاورو او دوړو نیولی.

په مقاله کې راغلي دا په پنځو اونیو کې په جوماتونو باندې درېیمه لویه حمله وه.

ګلوب اېنډ مېل هغو دوو لویو بریدونو ته اشاره کړې چې داعش یا اسلامي دولت ډلې په کندهار او کندز کې د شیعه ګانو په جوماتونو وکړل او سلګونه کسان یې مړه او ټپيان کړل.

ګلوب اېنډ مېل لیکلي:

اسلامي دولت ډله د طالبانو دښمنه ده. د ورځپاڼې په لیکنه دواړه ډلې سخت مخالفت سره پالي او خبره یې ان په یو بل د ځانمرګو بریدونو تر بریده رسېدلې ده.

طالبانو بیا په وار-وار هڅه کړې چې داعش کمزوری وښيي. تېره اوونۍ د دې ډلې ویاند اعلان وکړ چې دوی د داعش شپږ سوه غړي نیولي دي.