د روغتیا سازمان:۳ میلیونه او ۲ لکه افغان ماشومان به خوارځواکه شي

د کابل یو روغتون کې یو خوارځواکه ماشوم

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، تمه ده چې د روان کال تر پایه په افغانستان کې شااوخوا درې میلیونه او دوه لکه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي چې یو میلیون یې مرګ ګواښي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویاندې مارګاریت هاریس نن په جنیوا کې خبریالانو ته د ټیلیفون له لارې وویل: "دا یوه سخته مبارزه ده ځکه چې په هېواد باندې لوږه خپره ده."

هغه زیاته کړه چې نړۍ باید له افغانستانه مخ ونه ګرځوي.

یوه ورځ مخکې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي و چې په دغه هېواد کې خلک د لوږې له لاسه مري.

په هغې خبرپاڼه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوې، له نړیوالې ټولنې او مرستندویه ادارو غوښتل شوي چې د افغانستان د سقوط شوي اقتصاد او د بانکي نظام د ماتې د ژغورلو لپاره دې ژر تر ژره اقدام وکړي.