د ننګرهار سپین غر ولسوالۍ کې چاودنې ۳ تنه وژلي او ۱۵ یې ژوبل کړي

ارشیف، عکس پخوانی دی

د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې چاودنې لږ تر لږه درې کسان وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.

د روغتون یوه چارواکي فرانس پرېس ته د درېیو مړو او پنځلسو ټپيانو د ور انتقالېدو خبره تایید کړې.

هاخوا د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس قاري حنیف ازادي راډیو ته ویلي چې چاودنه د جمعې د لمانځه پر مهال د سپین غر ولسوالۍ د تریلې سیمې په جامع جومات کې شوې.

د هغه په خبره د ملا امام په شمول ۱۵ لمونځ کوونکي ټپیان شوي.

مخکې دا خبره د سیمې ځینو سرچینو هم ازادي راډیو ته کړې وه او ویل یې چې ماین په محراب کې ځای پر ځای شوی وو.

چا د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی خو په ننګرهار په تېره بیا د سپین غر ولسوالۍ د ترېلي سیمه کې چې دا پېښه شوې مخکې د داعش یا اسلامي دولت ډلې وسله وال فعاله وو.

څو اوونۍ مخکې په کندهار او تر هغه وړاندې په کندز کې هم په جوماتونو کې داعش یا اسلامي دولت ډلې خونړي بریدونه وکړل چې سلګونه لمونځ کوونکي یې مړه او ټپیان کړل.