طالبان پر پاکستان د پوځي وسلو د پلور راپورونه پروپاګند بولي

د افغانستان د پخواني اردو پوځي وسلې

طالبانو ویلي پر پاکستان د نظامي وسلو د پلور راپورونه پروپاګند دي.

دا خبره د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي ازادي راډیو ته وکړه.

د چهارشنبې په ورځ ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې پاکستان غواړي له افغانستان د هغو امریکايي عسکرو وسلې وپېري چې له هغوی پاتې شوي، څو د پاکستاني طالبانو لاس‌ته و نه لوېږي.

د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې خپل نظامي ماموریت د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په ۳۱مه نېټه پای ته ورساوه، خو له وتلو وړاندې یې خپل یو شمېر پوځي تجهیزات ویجاړ او ځینې هم دلته پرېښودلې.