د طالبانو حکومت: پر پاکستان به هېڅ ډول وسله و نه پلورو

د افغانستان د پخواني اردو وسلې

پر پاکستان د نظامي وسلو د پلور په اړه د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور ته طالبانو غبرګون وښود.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ په خپله ټویټرپاڼه هغه راپور پروپاګنډ وباله چې ګنې دوی پر پاکستان له امریکايي عسکرو پاتې شوې وسلې پلوري.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي ازادي راډیو ته وویل، دوی د وسلو د پلور او قاچاق پر وړاندې سخت دریځ لري او هغوی چې نظامي تجهیزات قاچاق کوي، له سخت چلند سره به مخ شي.

نوموړی وايي: "د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور ردوم، دا یو پروپاګنډ دی. دروغ دی او حقیقت نه لري. موږ خپله د ملي اردو د جوړولو په حال کې یوو چې نوېو وسلو ته اړتیا لرو."

د چهارشنبې په ورځ ډان ورځپاڼې ولیکل، پاکستان غواړي له افغانستانه د هغو امریکايي عسکرو وسلې وپلوري چې له هغوی پاتې شوي دي، څو د پاکستاني طالبانو لاسته و نه لوېږي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارتوویل، دوی د وسلو د پلور او قاچاق پر وړاندې سخت دریځ لري

د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې خپل نظامي ماموریت د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په ۳۱مه نېټه پای ته ورساوه، خو له وتلو وړاندې یې خپل یو شمېر پوځي تجهیزات ویجاړ او ځینې هم دلته پرېښودل.

دې موضوع د امریکا دننه نیوکې راپورته کړي دي.

د امریکا مخکني جمهور رییس ډونالډ ټرمپ موده وړاندې له فاکس نیوز سره مرکه کې وویل، طالبانو ته له امریکايي پوځیانو د نږدې ۸۵ میلیارډو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پاتې شوي دي.

خو اوس د دې وسلو او پوځي تجهیزاتو په اړه اندېښنې ورځ تر بلې ډېږېږي.

د چارو څارونکي وايي، افغانستان له خپلو ګاونډیانو سره پر پوله او پر ډېورنډ کرښه دومره نظامي ځواک نه لري چې وشي کولای د دې ډول قاچاق مخه ونیسي.

په دې اړه نور: طالبان پر پاکستان د پوځي وسلو د پلور راپورونه پروپاګند بولي

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم، په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر ویډیوګانې او تصویرونه خپاره شول او په کې ادعا کېږي چې د افغانستان پوځي تجهیزات او وسایط له هېواده د باندې په ځانګړې ډول ایران او پاکستان ته لېږدول شوي دي.

خو طالبانو دا موضوع رد کړه. تردې چې موده وړاندې د طالبانو د ملي دفاع وزارت یوه اعلامیه خپره کړه او په هغې کې یې له ټولو نظامي چاراکو وغوښتل چې پوځي تجهیزات نږدي قول اردوګانو ته وسپاري.