اروپایي ټولنه: پر بېلاروس د سزا په هدف بندیزونه لګوو

د پولنډ-بېلاروس پوله

اروپایي ټولنه د پولنډ-بېلاروس پولې ته نژدې د پناه غوښتونکو د کړکېچ په خاطر پر بېلاروس د سزا په هدف بندیزونه لګوي.

اوس مهال دغلته د افغانستان، منځني ختیځ او افریقا په سلګونو پناه غوښتونکي له سړې هوا او د خوراکي توکو له کمښته رنځ وړي.

د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو استازو پرون چهارشنبه موافقه وکړه چې دا وضعیت له قانوني اړخه نورو بندیزونو ته زمینه برابروي.

اټکل دا دی چې دا بندیزونه د راتلونکې اوونۍ په پيل کې د بېلاروس د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون په ۳۰ کسانو او بنسټونو ولګول شي.

اروپایي ټولنه بېلاروس تورنوي چې په لوی لاس له بې وزله او جګړه ځپلو هېوادونو کډوال په چل راولي او د پولنډ پولې ته یې رسوي.