د زړو اوسپنو سوداګر: زېرمه شوي اوسپنې د پلور بازار نه لري

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د زړو اوسپنو سوداګر شکایت کوي چې په افغانستان کې د دوی له لوري د زېرمه شوېو اوسپنو د خرڅلاو لپاره مناسب بازار نه شته.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اوسپنو سوداګرو د دغې خونې له لومړي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې له دې وړاندې یې په زیاته اندازه زړې اوسپنې پېرلې او زېرمه کولې یې، خو د خرڅلاو لپاره يې مناسب بازار نه لري.

سوداګرو وړاندیز کړی چې حکومت دې دوی ته اجازه ورکړي څو له دوی سره له اړتیا پرته زېرمه شوې اوسپنې له هېواده بهر صادرې کړي.

د طالبانو د حکومت له راتګ مخکې هم بهر ته د اوسپنو په صادرولو محدودیتونه موجود وو او د طالبانو د حکومت په راتګ سره لا هم دا شرایط په خپل ځای دي.