افغانستان روان کال د ۱۱۲ میلیونه ډالرو په ارزښت انځر صادر کړي

د کندهار انځر

افغانستان د روان لمریز کال له پیل راهیسې د ۱۱۲ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت انځر بهر ته صادر کړي.

د طالبانو حکومت د سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي نن پنجشنبه (د لړم په ۲۰مه) رسنیو ته وویل، د روان کال له پیل راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۸ زره ټنه انځر تولید شوي وو چې له دې شمېرې ۷۰ سلنه یې هند او ۳۰ سلنه یې هم پاکستان ته صادر شوي دي.

ښاغلی عزیزي زیاتوي چې له دې صادراتو افغانستان ۱۱۲ میلیونه ډالر عاید درلوده.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې بهرنیو هېوادونو ته د دې هېواد صادرات بند شوي وو، خو تېره اوونۍ د طالبانو حکومت خبر ورکړ چې چین ته د افغانستان د جلغوزیو صادارات پیل شوي دي.

نورې نړۍ ته د افغان صادراتو پیل ښایي د بزګرانو لپاره یو ښه خبر وي، ځکه په کور دننه د وچې او تازه میوې او افغانیو غالیو ته په هغه اندازه مارکیټ نه وي موجود چې څومره تمه کیږي؟