د معتادینو د درملنې مرکز کارکوونکي: د ۴ میاشتو معاشونه مو نه دي اخیستي

د معتادینو د درملنې د مرکزونو ځینې کارکوونکي

د عامې روغتيا وزارت ځینو سرچينو ازادي راډيو ته وويل چې له دوو څخه نيولی بیا تر پنځو مياشتو پورې د معتادینو د درملنې روغتيايي مرکزونو ډېری کارکوونکو ته مياشتني معاشونه نه دي ورکول شوي او له دې امله له مالي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د جوزجان ولايت د معتادینو د درملنې روغتيايي مرکزونو عمومي مسوول ډاکټر خوشيوال ازادي راډيو سره په مرکه کې ومنله چې د دې ولايت د معتادينو د درملنې روغتيايي مرکزونو کار کوونکو له څو مياشتو راهیسې معاشونه نه دي اخيستي او دوی پر مالي ستونزو سربېره د نورو امکاناتو له نشتوالي سره هم مخ دي.

خوشیوال زیاته کړه: "څلور مياشتې کېږي چې د معتادينو د درملنې روغتيايي مرکزونو پرسونل له ډاکټرانو څخه نيولی بیا تر صفاکاره پورې معاشونه نه دي اخيستي او د ۱۴۰۰ شمسي کال لومړيو درېيو مياشتو معاشونو تخصيص يې تر اوسه موږ ته نه دی رارسېدلی، اوس چې څه خدمات ناروغانو او د هغوی پايوازانو ته وړاندې کېږي، له بازاره په پور اخیستل کېږي."

د عامې روغتيا وزارت سرچينې وايي چې دوی پخوا هم د معتادینو د درملنې د برخې کارپوهان او متخصص ډاکټران لږ درلودل، خو اوس چې د دې روغتيايي مرکزونو د کار کوونکو معاشونه ځنډېدلي او امکانات يې کم شوي، نو يو څه کار کوونکي چې يې درلودل هغوی هم پرېکړه کړې چې خپلې وظيفې پرېږدي.

که څه هم د طالبانو حکومت له درېيو اوونيو راهيسې په کابل او نورو ولايتونو کې د معتادينو راټولول پيل کړي، خو د معتادینو د درملنې ځيني ډاکټران شکایت کوي چې د دوی له مشورې او روغتیايي مرکزونو د امکاناتو په پام کې نيولو پرته دوی ته معتادین ور وړل کېږي چې دې کار هم خپله معتادین او هم روغتيايي کار کوونکي له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

د معتادینو د درملنې د مرکزونو ځینې کارکوونکي معتادین راټولوي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د عامې روغتيا وزارت رسمي نظر هم واخلي، خو د دې وزارت د روغتيايي خدماتو مرستیال له معلوماتو ورکولو څخه ډډه وکړه.

د افغانستان د طبي شورا د عامه پوهاوي او مطبوعاتي مسوول ډاکټر شکيل يوسفزي ازادي راډيو ته وويل چې ټول روغتيايي کار کوونکي، په تېره بیا د معتادینو د درملنې روغتيايي مرکزونو کار کوونکي له جدي مالي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او دا ستونزه د دوی له شورا سره شريکه شوې ده.

یوسفزي زیاته کړه: "دا يوه جدي ستونزه ده، که د افغانستان اسلامي امارت دې ستونزې ته پر خپل وخت پام و نه کړي، په افغانستان کې به يو بشري ناورين را منځته شي، د افغانستان طبي ټولنې او اسلامي امارت په خپل منځ کې د یو لړ موضوعاتو په اړه موافقې ته سره رسېدلي دي، انشاالله چې د ډاکټرانو معاشونه به ورکړل شي او د روغتونونو اړتیاوې به هم پوره شي، خو د معتادينو د برخې ستونزه ډېره جدي ده، که اسلامي امارت پام ورته و نه کړي، موږ به له لويو ستونزو سره مخ شو."

د روغتيايي کار کوونکو د معاشونو نه ورکولو په اړه شکايتونه په داسې حال کې راپورته کېږي چې له افغانستانه د بهرنيو مرستندویه موسساتو له وتلو سره سم د معتادینو د درملنې په برخه کې بهرنۍ مرستې هم بندي شوي دي. څرنګه چې د معتادینو د درملنې روغتيايي مرکزونو ډېری کارکوونکو له همدې بهرنيو موسساتو څخه معاشونه اخيستل، اوس له نامعلوم برخليک سره مخ دي.

ددې راپور غږیزه بڼه ددې تړوني په کېکاږلو سره واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

ټاپ سټوري