د پولنډ ولسمشر اندرزی دودا: پر بېلاروس دې نورو بندیزونه ولګیږي

د پولنډ ولسمشر اندرزی دودا

د پولنډ ولسمشر پر بېلاروس د نورو بندیزونو غوښتنه وکړه.

اندرزی دودا ( Andrzej Duda) پرون چهارشنبه(د لړم ۱۹مه) د سلواکیا په پلازمېنه براتیسلاوا کې خبریالانو ته وویل، دا بندیزونه باید تر ډېره په هغو هوایي شرکتونو ولګول شي چې له منځني ختیځه پناه غوښتونکي بېلاروس ته لېږدوي.

نوموړی وايي: "له بېلاروس سره سرحد تل ساتنې ته اړتیا لري، د کډوالو د فشار پر وړاندې تل باید ودریږو، باید اجازه ورنه کړو چې د بېلاروس رژیم بریالی شي. ځکه دا کار نه یوازې موږ، بلکې ټولې اروپا ته زیان اړوي."

د بېلاروس د بهرنیو چارو وزیر اولادزیمر ماکی(Uladzimer Makei) پرون له خپل روسي سیال سره په په یوه کانفرانس کې وویل، بېلاروس نه، بلکې اروپایي ټولنه ستونزې لري.