د هلمند او ارزګان ځینې خلک: د خوراکي توکو بیې لوړې شي، ډوډۍ نه‌لرو

د هلمند بې ځایه شوي کورنۍ

هلمند او ارزګان ولایتونو کې خلک د ژمي په را رسېدو خپل راتلونکي ته اندېښمن دي.

د افغانستان د سویلي ولایتونو دغه اوسېدونکي وايي، اقتصادي وضعیت يې صفر ته رسیدلی او کورونو کې د سهار او ماښام ډوډۍ نه لري.

دوی زیاتوي، له یوې خوا یې بې کاري ځوروي او له بلې خوا د توکو د لوړو بیو څخه هم شکایت لري.

ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی چې افغانستان د خوراکي توکو له سخت بحران سره مخ دی.

د خوړو د نړیوال پروګرام مشر ډیوېد بېسلي تېره ورځ ویلي وو چې ۲۲.۸ ميليونه وګړي چې د افغانستان د نفوس تر نیمايي ډېره برخه ده، د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

دغه سازمان همدارنګه خبردارۍ ورکوي چې د نړۍ په ۴۳ هېوادونو کې شااوخوا ۴۵ میلیونه انسانان د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

ډیوېد بیسلي د افغانستان لپاره "راتلونکې شپږ میاشتې پر ځمکه 'دوزخ' ته ورته بللي دي.

بشپړ غږیز راپور یې د دې تړوني په کېکاږلو سره واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

هلمند او ارزګان کې د خلکو اندېښنې