نږدې ۲۰۰ افغانان چې ډېری یې پیلوټان دي له تاجکستانه امریکا ته لاړل

تاجکستان کې افغان پیلوټان

نژدې دوه سوه افغانان چې لویه برخه یې پیلوټان دي تېره شپه د تاجکستان له پلازمېنې دوشنبې څخه په هغه الوتکه کې روان شول چې د امریکا متحد ایالاتونو چمتو کړې وه.

تمه ده چې دا کډوال به د امریکا په متحد ایالاتونو کې ځای پرځای شي.

په دې ډله کې ۱۴۳ هغه پيلوټان دي چې په تېرو دوو لسیزو کې د امریکا متحد ایالاتونو روزلي دي او د خبریالانو په ګډون شااوخوا پنځوس تنه نور افغانان دي.

په تاجکستان کې د امریکا د متحد ایالاتونو د سفارت یوه استازي ازادي راډیو ته وویل چې دا ډله به مخکې تردې چې متحد ایالاتونو ته ولاړه شي درېیم هېواد ته انتقال شي.

د افغانستان د هوایي ځواک پیلوټان وروسته تردې تاجکستان ته ولاړل چې طالبانو د اګسټ په پنځلسمه کابل ونیو.

دوی د پلازمېنې دوشنبې په لمن کې په یوه استراحت زي کې په توقیف کې ساتل کېدل.