پولنډ: پوتین د بېلاروس له لارې د داخلېدونکو کډوالو طراح دی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

پولنډ د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین تور پورې کړ چې د بېلاروس له لارې پولنډ ته د داخلېدونکو کډوالو اصلي طراح دی.

د پولنډ صدراعظم ماتیوز موراویڅکي پرون سې شنبه په وارسا کې د پارلمان غونډې ته وویل چې د بېلاروس له لارې پر پولنډ برید شوی دی او تر شا یې ولادیمیر پوتین دی، خو د پوتین ویاند دیمتري پیسکوف وویل چې بېلاروس د کډوالو د مخنیوي په برخه کې ډېرې هڅې کړي دي او دا ستونزه باید د خبرو له لارې حل شي.

بل لور ته د کډوالو لپاره د اروپایي کمېسیون مشرې مونیک پاریا پرون په بروکسل کې د اروپایي پارلمان غونډې ته وویل چې د بېلاروس د تیري څرګند شواهد شته: "د بېلاروس د دولت له لوري په ښکاره زمینه ورته برابریږي. کډوالو ته په سیاحتي ویزو بلنه ورکوي چې منسک ته له بېلابېلو لارو ورشي. په پیل کې دا لاره مستقیم له بغداده تر منسک پورې وه چې له ښه مرغه د ډپلوماټیکو هڅو له لارې یې مخه ونیول شوه، خو کډوال د لبنان له لارې او د اردن له لارې راځي. د سوریې له لارې هم ډېرې الوتنې کېږي او د متحد عربي اماراتو له لارې بیخي ډېر پروازونه دي."

د اغلې پاریا په وینا سږکال د بېلاروس له خاروې تر اوسه اووه زره نهه سوه پنځه دیرش کډوال د اروپایي ټولنې غړیو هېوادونو ته داخل شوي دي.