څلور ستور مزلي د مکسیکو په خلیج کې په خوندي ډول راکوز شول

یو ستور مزلی

هغه څلور ستور مزلي چې په سپېس اېکس کېپسول کې سپاره وو، له نړیوالې فضایي اډې څخه بېرته ځمکې ته د امریکا د فلورېډا ایالت سواحلو ته نژدې د مکسیکو په خلیج کې په خوندي ډول راکوز شول.

دغه بېړۍ کې دوه امریکایان، یو فرانسوي او یو جاپانی سپاره وو.

دوی په نړیواله فضایي اډه کې د اپریل له ۲۴مه نېټه راهیسې وخت تېر کړی او په دې موده کې یې په سلګونو ازموینې ترسره کړې او هم یې د دې اډې د سولري سیسټم په نوي کولو کې مرسته کړې.

دوی د سپېس اېکس د کمپنۍ په ډراګان کېپسول کې چې تر ډېره الوتنه په خپله کنټرولوي ځمکې ته راښکته شول.