د خوړو نړیوال پروګرام: ۳ میلیونه افغانان له قحطۍ سره مخ دي

ارشیف، عکس تزییني بڼه لري

د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، په افغانستان کې شااوخوا درې میلیونه کسان د قحطۍ سره مخ دي.

د دې ادارې اجرائیوي مشر ډېوېډ بیسلي په خپل ټويټرپاڼه ليکلي چې په دې هېواد کې شااوخوا ۲۳ میلیونه کسانو ته مرستې برابروي.

نوموړي ویلي چې د ټولې نړۍ په ۴۳ هېوادونو کې شااوخوا ۴۵ میلیونه کسان د قحطۍ سره مخ دي چې یوازې درې میلیونه یې په افغانستان کې دي.

د نوموړي په خبره، اوس مهال شااوخوا ۹۵ سلنه افغانان کافي خوړو ته لاس رسی نه لري.

د دې سازمان د معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې د طالبانو د راتګ نه وړاندې هم د پر له پسې وچکالیو له کبله په ګڼ شمېر سیمو کې خلک د خوراکي موادو د کمښت سره مخ وو، خو د طالبانو د راتګ نه وروسته نه یوازې دا چې په افغانستان بهرنۍ مرستې بندې شوي بلکې د افغانستان میلیاردونه ډالر بهرنۍ شتمنۍ هم چې ډېری یې په متحده ایالاتو کې دي، کنګل شوي دي.