نړیوال بانک: افغانستان سره د درېدلو مالي مرستو د بیا پیل امکان نه‌شته

د نړیوال بانک لوګو

غلام فاروق د ننګرهار له کوټ ولسوالۍ تر جلال اباد ښاره راغلی، څو کار روزګار پیدا کړي وايي، که په ټوله میاشت کې ۵ ورځې هم کار وکړي، لویه خبره ده: "تر لسو بجو پورې ناست یوو. هغه د لارې کرایه هم له جېبه ورکوو، د هغې توان هم نه لرو. میاشت کې ۵ـ۶ ورځې کار هم نه پیدا کېږي. هڅه ډېره کوو، ځکه بل څه مو زده‌ نه دي، همدا مو وسیله ده."

د بې‌ روزګارۍ، بې‌وزلۍ او بد اقتصادي وضعیت دا غږونه داسې مهال پورته کېږي چې د افغانستان یو له مهمو مالي ملاتړ کوونکو له دې هېواد سره د مخامخ مرستو د درېدو خبره کړې.

نړیوال بانک چې له افغانستان سره یې له ۲۰۰۲ میلادي کال تر اوسه ۵،۴ میلیارډ ډالر مرسته کړې او لسګونه پروژې یې پرمخ وړي وايي، دې هېواد سره یې د درېدلو مالي مرستو د بیا پیل امکان نه‌شته.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، نړیوال بانک له افغانستان سره خپلې مالي مرستې بندې کړي.

په دې اړه نور: نړیوال بانک: تصور نه شو کولی چې افغانستان کې به فعالیت پیل کړو

د دې بانک رییس ډېوېډ مالپس د سټراټیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز کې وویل: "فکر نه کوم چې د اقتصاد د بشپړ پاشل کېدو وروسته، هلته دننه کار وکړو. یوه ستونزه د پیسو د ورکړې ده، هغه کار ته په کتو چې اوسنی حکومت یې کوي، په واقعي توګه د پیسو د څرخ امکان نه‌شته."

د نړیوال بانک رییس ډېوېډ مالپس افغانانو سره د بشري مرستو ډاډ ورکوي.

که څه هم ښاغلی مالپس د سره صلیب او د ملګرو ملتونو د خیریه بنسټو په مټ، افغانانو سره د بشري مرستو ډاډ ورکوي، خو د افغانستان له سقوط سره مخ اقتصاد ته دا خبر نور هم ملا ماتوونکی دی.

نړیوال بانک په افغانستان د لسګونو پروژو مالي ملاتړ کاوه چې په پراختیايي، رغنیزې او خلکو ته د کار روزګار پیدا کېدل شامل دي.

د دې ترڅنګ نړیوال بانک د افغانستان د روغتیايي سیسټم یو له تر ټولو ستر اقتصادي همکار و چې د دې نظام نږدې ۸۰ سلنه بودجه یې ورکوله.

دوه ورځې وړاندې ازادي راډیو ته په کابل کې د افغان ـ جاپان روغتون روغتیاپالانو او مسوولانو یوه لیک کې ولیکل، نه یوازې دا چې ۴ میاشتې کېږي معاش یې نه دی اخیستی، بلکې په روغتون کې دننه روغتیايي خدمتونه صفر ته په ښکته کېدو دي.

د دې روغتون مالي ملاتړ نړیوال بانک کاوه چې اوس یې مرستې بندې دي.

طالبان بیا وايي، هڅه کوي چې دا ستونزه حل کړي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "د نړیوال بانک ستونزه هغه مهال حلېږي چې هېوادونه او امریکا خپله پالیسي د پیسو د نیولو برخه کې تغییر کړي. زه فکر کوم چې دا موضوع په امریکايي پالیسي پورې اړه لري. زموږ هڅه روانه ده چې دا ستونزه ژر حل شي. "

د طالبانو د سرپرست حکومت د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد

له نړیوال بانک سربېره، د پیسو نړیوال وجهي صندوق چې د افغانستان یو بل مهم مالي ملاتړی و هم خپلې مرستې د امنیتي وضعیت او د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو په ښودلو سره درولي.

د اقتصادي مسایلو کارپوهان له افغانستان سره د نړیوال بانک د مالي مرستو درېدل، د اقتصادي سقوط سره د دې هېواد د مخ کېدو په معنی بولي.

د دوی له قوله، نړیوال بانک په افغانستان د پراختیايي پروژو مالي ملاتړ کاوه چې له یوې خوا یې پرمختګ ته زمینه برابروله او تر خوا یې د بې‌روزګارۍ ګراف راټیټ کړی و، خو د مرستو بندیز به یې ګواښ نور هم زیات کړي.