امریکا د کرونا ضد واکسین شوېو سیلانیانو ته خپلې پولې پرانیستې

د امریکا او کاناډا ترمنځ پوله

د امریکا متحدو ایالاتونو د دوشنبې له ورځې ټولو هغو بهرنیو سیلانیانو ته چې د کرونا په وړاندې یې بشپړ واکسین کړی وي، خپلې پولې پرانیستې.

امریکا ته د بهرنیانو د سفر محدودیت په ۲۰۲۰میلادي کال کې د کووېډ-نولس له خپرېدو سره د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري ولګول شو او د ۲۰۲۱ میلادي کال په جنورۍ کې د جوبایډن له لوري تمدید شو.

اوس د ولسمشر بایډن حکومت اعلان کړی، د ۳۳ هېوادونو هغه بهرنیان چې بشپړ واکسین شوې وي، بې له دې چې قرنطین شي، امریکا ته ورتلای شي.

د دې نوې مقررې پر اساس، د بشپړ واکسین سند لرونکي، ټېست یا د منفي نتیجې سند ته اړتیا نه لري.

امریکا دا اعلان په داسې حال کې کړی چې اروپا یو وار بیا د کرونا وبا له یوې نوې څپې سره مخامخ ده او د روغتیا نړیوال سازمان تېره اوونۍ خبرداری ورکړ چې دا سیمه یو وار بیا د کرونا وبا په مرکز بدله شوې ده.