کابلوف: اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د 'ترویکا' غونډه جوړیږي

د افغانستان لپاره د کرملین استازی ضمیر کابلوف

د افغانستان لپاره د کرملین استازی وايي، د افغانستان په اړه د روسیې، امریکا او پاکستان د درې اړخیزو خبرو بل پړاو به روانه اوونۍ په اسلام اباد کې ترسره شي.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، ضمیر کابلوف د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې تروېکا یا درې اړخیزه غونډه به د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې وشي.

د درېيو هېوادونو مخکینۍ غونډه د اکتوبر په ۱۹مه نېټه په مسکو کې جوړه شوې وه.