د روغتیا نړیوال سازمان د صحي تجهیزاتو یوه محموله کابل ته ورسېده

د روغتیا نړیوال سازمان مرستې

د روغتیا نړیوال سازمان وایي د صحي تجهیزاتو یوه محموله کابل ته رسېدلې ده.

دغه سازمان په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د شااوخوا پنځه زره افغان ماشومانو د درملنې لپاره د صحي تجهیزاتو دا محموله د قطر د حکومت په همکارۍ کابل ته ورسېده.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې چې د اګسټ له ۳۰مې راهیسې د قطر هوایي شرکت څلورو الوتکو د یاد سازمان ۶۰ مټریک ټنه تجهیزات افغانستان ته رسولي چې د یو نیم ملیون افغانانو د بېړنیو روغتیايي اړتیاوو د ځوابولو لپاره کفایت کوي.

د اګسټ په ۱۵مه د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی و چې د افغانستان روغتیايي سیستم د له‌منځه تلو له خطر سره مخ دی.