ملا هبت الله طالب قوماندانانو ته: لاس لاندې کسانو سره نرمي وکړئ

د طالبانو امیر المومنین ملا هبت الله اخُند 

د طالبانو مشر خپلو قوماندانانو ته لارښوونه کړې چې تر خپل لاس لاندې کسانو سره نرم چلند وکړي.

په هغه لیکلي پیغام کې چې د طالبانو امیر المومنین ملا هبت الله اخُند ته منسوب بلل شوی او د افغانستان راډیو ټلوېزیون هم خپور کړی د طالبانو قوماندانانو ته په خطاب کې ویل شوي چې خپل وسله وال په نرمۍ سره تادیب کړي.

ملا هبت الله اخُند د طالبانو قوماندانانو ته ویلي چې تر خپل لاس لاندې کسانو سره له سختۍ کار وانه خلي او د دوی پرمخ دروازې بندې نه کړي.

د ده په وینا د پوځ اصلاح د اقتصاد پیاوړتیا او د طالبانو د اړتیاوو په برابرولو او د دندو په تناسب د امتیازونو په ورکړې سره ترسره کېږي.

په همدې حال کې راپورونه ورکړل شوي چې طالبانو له خپلو لیکو د دوی په وینا د «نامطلوبو» کسانو ایستل پیل کړي دي.

د طالبانو د مطبوعاتي ډلې یوه غړي، بلال کریمي ویلي تر اوسه ۲۰۰ کسان د طالبانو له لیکو ایستل شوي او تحقیقات ورڅخه روان دي.