ننګرهار کې د داعش ۲۵ غړي طالبانو ته تسلیم شوي

ارشیف؛ د داعش غړي

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت ځايي چارواکي ادعا کوي چې د داعش ډلې ۲۵ غړي دوی ته تسلیم شوي دي.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر د نن ورځې د اعلامیې له مخې د ننګرهار د استخباراتو رئیس ډاکټر بشیر ویلي چې دغه کسان پرون په کوټ او سپین غر ولسوالیو کې تسلیم شول.

د ننګرهار ولایتي چارواکو پرون هم د داعش ډلې د ۵۵ کسانو د تسلیمۍ خبر ورکړی و چې د قومي مشرانو په منځګړیتوب په کوټ، سپین غر او اچین ولسوالیو کې تسلیم شوي دي.