د عراق په پلازمېنه د بغداد ښار په ګرین زون کې چې کلک امنیت لري، نن سهار راکټي حمله وشوه. دا برید چې ددې هېواد د صدراعظم مصطفی الکاظمي پر کور شوې وه نوموړی ترې ژوندی وتلی دی.
دا خبره د صدراعظم مصطفی الکاظمي دفتر په یوه اعلامیه کې کړې ده.
په دې برید کې د عراق صدراعظم مصطفی الکاظمي نن د ده پر کور له راکټي حملې ژوندی وتلی دی.
په دې اړه نور: د عراق صدر اعظم د بې پیلوټه الوتکې له بریده روغ وتلی دید عراق په ګرین زون کې حکومتي ودانۍ او سفارتونه دي. د حکومت په اعلامیه کې په دې اړه جزییات نه دي ورکړل شوي او تر اوسه د دې حملې مسولیت هېڅ چا نه دی منلی.
الکاظمي په یوه ټویټ کې له خلکو غوښتي چې د عراق په خاطر ارام پاتې شي.
وروسته ده په ټلوېزیوني وینا کې وویل: "راکټي او ډرون حملې هېوادونه نه جوړوي او نه هم راتلونکی سموي."
كنت ومازلت مشروع فداء للعراق وشعب العراق، صواريخ الغدر لن تثبط عزيمة المؤمنين، ولن تهتز شعرة في ثبات وإصرار قواتنا الأمنية البطلة على حفظ أمن الناس وإحقاق الحق ووضع القانون في نصابه.أنا بخير والحمد لله، وسط شعبي، وأدعو إلى التهدئة وضبط النفس من الجميع، من أجل العراق.
— Mustafa Al-Kadhimi مصطفى الكاظمي (@MAKadhimi) November 7, 2021
امریکا دا حمله غندلې ده.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وویل: "موږ خوښ شو چې صدراعظم ته زیان نه دی رسېدلی. دا د ترورېزم ښکاره عمل چې موږ یې په سختو ټکو غندو، د عراق زړه یې هدف ګرځولی وو. موږ له عراقي امنیتي ځواکونو سره په نېږدې تماس کې یو چې د عراق د خپلواکي ساتلو مسئولیت لري او موږ د دې حملې په اړه په تحقیقاتو کې د همکاري وړانديز کړی دی."
په عراق کې د ایران پلوه ډلو سلګونو ملاتړي د ګرین زون د یوې دروازې مخې ته د اکتوبر له لسمې راهیسې د پارلماني انتخاباتو د نتایجو په اعتراض کې لاریونونه کوي.
وروستي لاریونونه د نوومبر په شپږمه وشول. یوه ورځ مخکې تردې یو اعتراش کوونکی له پولیسو سره په نښته کې ووژل شو او ګڼ نور ټپيان شول.
لاریون کوونکي د انتخاباتو نتایج ردوي چې دوی وبایلل. دوی نوومبر په شپږمه په لاریون کې د الکاظمي عکسونو ته اور ورته کړ او هغه یې جنایتکار وباله.
د انتخاباتو په لومړي نتایجو کې فتاح اییتلاف چې د ایران پلوه ګڼ ګوندي ملېشه شبکې حشد الشعبي سیاسي مټ ګڼل کیږي، په پارلمان کې ګڼې څوکۍ له لاسه ورکړې.
د دې ډلې پلویانو د انتخاباتو نتیجه درغلي بللې او د ګرین زون مخې ته له درو اوونیو راهیسي يې د اعتراض خیمې وهلي دي.