اوچا: افغانستان کې د۱۵۰ ادارو له خوا د مرستو رسونې چارې روانې دي

غزني کې د سرې میاشتې له لوري ویشل شوې مرستې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، په افغانستان کې د څه باندې ۱۵۰ سازمانونو، موسسو او د ملګرو ملتونو ادارو له خوا د بشري مرستو رسونې چارې روانې دي.

د اوچا د پروني ټویټ له مخې، د دغو ادارو له خوا یوازې تېره میاشت په افغانستان کې له ۴ میلیونو کسانو سره د خوړو مرسته شوې ده.

اوچا زیاتوي، په دې موده کې ۴۸زره ماشومانو ته په ولسي بڼه د زده کړې امکان برابر شوی او پنځه میلیونو اتیازره کسانو ته لومړني روغتیايي مرستې رسول شوي دي.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته اقتصادي رکود او لوږه زیاته شوې ده چې اټکل کېږي د ژمي راتګ به دغه ستونزې لا پسې زیاتې کړي.