بایډن: د انرژۍ د ترلاسه کولو لپاره نور ابزارونه نه دي پاتې

د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جوبایډن

د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر وايي، د انرژۍ د ترلاسه کولو لپاره نور ابزارونه نه دي پاتې.

جوبایډن پرون د یو ټرلیون ډالرو په ارزښت د یوې لایحې تر لاسلیک وروسته دا خبره وکړه.

د استازو جرګې دغه لایحه د لویو لارو، پلونو او نورو اساسي پروژو د رغونې د تمویل لپاره ده.

ولسمشر بایډن، په نړۍ کې د انرژۍ بحران ته په اشاره وویل: "زه اټکل نه کوم چې اوپک سازمان، یا هم روسیه، یا سعودي عربستان دې ځواب ووايي، دوی به یو څه زیات تېل تولید کړي، خو د تېلو کافي تولید بله موضوع ده. موږ نور ابزارونه او زېرمې لرو، زه په دې اړه له نورو هېوادونو سره په تماس کې یم چې په مناسب وخت کې به په هغه اړه خبرې وکړم."

دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې د تېلو د لویو تولیدوونکو هېوادونو ډلې اوپک سازمان چې سعودي عربستان او روسیه یې مشري کوي ویلي چې د ورځې به د ۴۰۰ زره بېرله تېلو تولید ته دوام ورکړي.

د عرضې په نسبت د تقاضا زیاتېدو او د انرژۍ د بیو د لوړېدو له کبله د نړۍ اقتصادي وده له ګواښ سره مخامخ شوې ده.