سیګار: ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې ۱۹۱۰ امریکايي سرتیري وژل شوي

د سپټمبر ۱۴مه ۲۰۱۴، کابل کې د ځانمرګي برید په پایله کې وژل شوی امریکايي سرتیری

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش اداره یا سیګار وايي، د تېرو ۲۰ کلونو په جګړو کې نژدې ۷۰ زره افغان سرتېري او پولیس وژل شوي دي.

سیګار دا شمېرې په یوه راپور کې چې پرون خپور شو، د متحدو ایالاتونو د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز جنرال مارک مېلي له قوله خپرې کړي دي.

په دې راپور کې د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکټوبر له ۷مې نېټې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ تر پایه په افغانستان کې د وژل شوېو امریکايي عسکرو شمېر ۱۹۱۰ تنه ښودل شوی.

سیګار په ۲۰۲۰ کال کې دا شمېره ۲۵۴۳ تنه اعلان کړې وه.