د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې په مزارشریف ښار کې د ۴ ښځو د وژل کېدو د قضیې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي په یو بیان کې چې نن خپور شو ویلي چې د دې کسانو دوسیې محکمې ته راجع شوي دي.
د نوموړي په وینا د دې ښځو مړي د مزارشریف په پنځمه ناحیه کې په یو کور کې موندل شوي دي.
د راپورونو له مخې په دې قرباني مېرمنو کې یوه ۲۹ کلنه فروزان ساپۍ وه چې د پوهنتون استاده او د ښځو د حقونو فعاله وه.
په همدې حال کې په بلخ کې د ښځو د حقونو یوه فعاله چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې دې ولایت کې په څو جلا پېښو کې د یو شمېر ښځو وژنه دا او نورې مېرمنې ډېرې اندېښمنې کړي: "موږ اوس خوندي نه یو او تر ډېره له یوه ځایه بل ځای ته ځو چې ونه پېژندل شو. هغه ښځې چې زما په څېر یې کار کاوه اوس مجبوره دي چې پټې شي."
تېره اوونۍ رسنیو راپور ورکړ چې په مزارشریف کې په دوو جلا پېښو کې ۶ ښځې وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې په لومړۍ پېښه کې څلور مدني فعالانې او په دوهمه پېښه کې دوه ښځې وژل شوي دي.