فرانسه: که ایران اټمي موضوعاتو کې همکاري ونه‌کړي، ډیپلوماتیک اقدام کوو

ارشیف، ویانا کې د ایران د اټمي تړون په اړه خبرې

فرانسه وايي که ایران په اټمي موضوعاتو کې همکاري ونه‌کړي، له خپلو شریکانو سره به د تهران په وړاندې ډیپلوماتیک اقدام وکړي.

ښکېلو خواوو ویلي چې پر دې موضوع به د روانې میاشتې په وروستیو کې د دوی خبرې دوام کوي.

فرانسې پرون وویل، له خپلو شریکانو سره پر دې سلا کوي چې د اټمي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره د ایران له‌خوا د نه‌همکارۍ په تړاو څنګه اقدام وکړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ان کلر لژاندر خبریالانو ته وویل: "له خپلو شریکانو سره پر دې کار کوو چې ایران د خپلو تعهداتو پر ځای کول یقیني کړي."

هغې ویلي، په دې تړاو د ځوابي اقدام لپاره په نږدې سلا مشوره بوخت دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، ایران باید خبرو ته ستون شي او د اټمي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره له ځنډ پرته همکاري پیل کړي چې په مسایلو کې پرمختګ وشي.

ټاکل شوې، د ۲۰۱۵م کال د اټمي تړون د بیا برحاله کېدو لپاره د نړۍ د پیاوړو هېوادونو او ایران ترمنځ مذاکرې د نومبر میاشتې پر ۲۹مه په ویانا کې بیا پیل شي.

دا خبرې د څو میاشتو تر ځنډ وروسته پیلېږي چې د ایران د اټمي پرمختګونو په اړه‌یې په غرب کې اندېښنې ولاړې کړې دي.