د سوډان پوځي مشران د دغه هېواد نیول شوي څلور وزیران خوشې کوي

عبدالفتاح البرهان حاکم نظامی سودان

د سوډان پوځي مشرانو د ملګرو ملتونو له عمومي منشي سره تر ټیلیفوني خبرو وروسته د هغو څلورو وزیرانو د خوشې کولو امر ورکړ چې تېره اوونۍ نیول شوي وو.

د سوډان پوځي مشر جنرال عبدالفتاح البرهان او د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش پرون سره غږېدلي.

په دې تړاو په یوې خپرې شوې اعلامیه کې راغلي چې تمه ده د سوډان د مخابراتو، سوداګرۍ، اطلاعاتو او ځوانانو او سپورټ وزیران خوشې کېږي.

په سوډان کې د یوې پوځي کودتا له لارې ملکي رهبري بې‌واکه شوی او چارې د پوځیانو له‌خوا سمبالېږي چې په راس کې یې دفاع وزیر جنرال عبدالفتاح البرهان دی.

د سوډان د پوځ مشران او د پخوانۍ ملکي چارواکي د پوځي واکمنۍ پر سر د رامنځته شوي کړکېچ د پای ته رسولو لپاره په خبرو لګیا دي.

د سوډان پر پوځي مشرتابه نړیوال فشارونه مخ په زیاتېدو دي چې اوسنی کړکېچ حل کړي او په هېواد کې بیا ملکي رهبري ته اجازه ورکړي.