له ۵ میاشتني ځنډ وروسته د نړۍ مشران او ایران اټمي خبرو ته بیا سره کیني

ارشیف، د ایران په اړه د ویانا غونډه

ټاکل شوې ده چې د نړۍ د پياوړیو قدرتونو او ایران ترمنځ د دوه زره پنځلسم کال د اټمي تړون د بیا را ژوندي کېدو لپاره د دې میاشتې په ۲۹مه په ویانا کې خبرې بیا پيل شي.

دا خبرې له پنځو میاشتو وقفې وروسته پیلېږي له دې سره په لویدیځ کې د ایران د اټمي هڅو د پرمختګ په اړه اندېښنې پيدا شوي دي.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې عملیاتي برخې په یوه بیان کې د چهارشنبې په ورځ وویل، د دې خبرو مشري به اروپایي ټولنه کوي او د بریتانیا، چین، فرانسې، جرمني، روسیې او ایران استازي به ګډون په کې کوي.

په دې اړه نور: اتریش کې د ایران او د نړۍ ترمنځ د اټمي تړون په اړه خبرې پیلېږي

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال علي باقري چې د ایران د اټمي مذاکراتو مرکچي دی، په ټویټر کې لیکلي دي چې د خبرو د نوې نېټې په برخه کې یې د اروپایي ټولنې له استازې انریک مورا سره چې د غونډي مشري کوي په ټیلیفون موافقه کړې ده.

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د ایران لپاره به د امریکا ستازی رابرټ میلي د ویانا په خبرو کې د امریکایي پلاوي مشري وکړي او واشنګټن هیلمن دی چې تهران دې چمتو وي چې دې خبرو ته ستون شي او په ښه نیت خبرې پیل کړي.

د امریکا د متحد ایالاتونو پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران له اټمي تړون په ۲۰۱۸ کال کې بهر شو او پر ایران یې نوي بندیزونه ولګول.

د دې په ځواب کې ایران ورو-ورو په تړون کې خپلې کړې ژمنې لاندې کړې، یورانیم یې لږ ډېر غني کړل او پرمختللي سنټرفیوزونه یې نصب کړل.

د ولسمشر ټرمپ ځای ناستی، جوبایډن چې کله په جنوري کې رسماً د ولسمشرۍ چارې پیل کړې، ژمنه وکړه چې دې تړون ته به بېرته ور وګرځي خو شرط دا دی چې ایران خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

خو په دې برخه کې په ویانا کې د اپریل له میاشتې راهیسې شپږ ځله خبرې ترسره شوي دي او تراوسه په دې شپږ ځله خبرو کې کومه موافقه نه ده شوې.

دا خبرې هغه وړخت هم ځنډنۍ شوې چې ایران د جون د ټاکنو په ترڅ سخت دریځی ابراهیم رییسي د ولسمشر په توګه انتخاب کړ.